یوشمېر هېوادوال وايي چې په سمه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري او روغتونونو کې روغتیاپالان یې له ناروغانو سره ناسم چلن کوي.
قیس چې د کابل ملالۍ زېږنتون ته یې خپل ناروغ راوستی، د ډاکټرانو له ناسم چلن څخه شکایت کوي او په وینا یې، ځینې روغتیاپالان له درملتونونو سره اړیکې لري او ناروغانو ته شفري نسخې لیکي.
نوموړې وویل: «که څه هم دوی لوړې زدهکړې لري، خو بیا هم له ناروغانو سره ناسم چلن کوي. د بېوزلۍ او ناچارۍ سربېره، ګڼشمېر ډاکټران ځینو درملتونونو سره تړلي وي او ناروغانو ته شفري نسخې لیکي.»
په ورته مهال د بغلان اوسېدونکی زهیرالدین چې تازه یې خپل ناروغ پلار د کابل جمهوریت روغتون ته راوستی وايي، سره له دې چې له لرې ځای څخه دغه روغتون ته خپل پلار چې د وینې ناروغي لري، د درملنې لپاره راوستی، خو مسوولان یې له بستر کولو څخه ډډه کوي.
زهیرالدین زیاتوي چې دولتي روغتونونو کې پوښتنه نشته او له ناروغانو سره ناسم چلن کېږي. د نوموړي په وینا، که پېژندګلوی ونه لرې، ستونزمنه ده چې څوک دې پوښتنه وکړي.
ومو غوښتل په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولرو، خو له هڅو سربېره یې د سلاموطندار اړیکې ته ځواب ور نهکړ. په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان تازه ویلي، تر دې وروسته هېڅ ډاکټر اجازه نهلري چې ناروغانو ته شفري نسخې ولیکي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د معیاري روغتیايي خدماتو نشتون له کبله افغانستان څخه هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته ځي.
ګڼشمېر افغانان له عامي روغتیا وزارت څه غواړي چې هېواد کې د روغتیايي خدماتو معیاري کولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
باید وویل شي چې د عامي روغتیا وزارت سرپرست قلندرعباد څه موده وړاندې ایران ته تللی و او هېواد کې یې د روغتیايي خدماتو ښهکولو په برخه کې تهران سره څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.