Asset 1SWN

کابل کې روږدي کسان: د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله مو نشو ته مخه کړې

heroin

په کابل کې پر نشه‌يي توکو یو‌شمېر روږدي کسان وايي چې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له کبله یې د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړې ده.

دوی زیاتوي چې څو ځله یې د ځان درملنه کړې، خو د وزګارتیا له امله بېرته پر نشه‌يي توکو روږدې شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

جمیل چې د کابل ښار اوسېدونکی دی او نشه‌يي توکي کاروي، وايي، د یوې درې کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپلې کورنۍ ته نفقه نشي برابرولی او د خپل غم  غلطو لپاره یې د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړې.

نوموړي وویل: «را روان سوړ ژمي ته اندېښمن یم او شپې د سړکونو پر پلي لارو سبا کوم. د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله غمجن وم او د خپلې کورنۍ د غړیو لوږه مې نشوای، زغملی او اړ شوم چې د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړم.»

غلام‌مصطفی هم یو له روږدو څخه دی او وايي، په ډېری سختۍ سره د ژمي سړې شپې د ښار پر سړکونو تېروي.

هغه وویل، څو ځله د درملنې لپاره د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته ورغلی، خو تر رغېدو وروسته د ژوند ستونزو اړ چې بېرته د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړي.

د نشه‌يي توکو یو‌شمېر کاروونکي وايي، تر درملنې وروسته ځکه بېرته نشو ته مخه کوي چې عامه خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د بوختیا زمینه هم ورته نه برابرېږي.

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د دفتر رییس شرف‌الدین شرف سلام‌وطندار ته وویل، د هغو روږدو لپاره چې درملنه یې شوي وي، د حرفه‌يي کارونو زمینه برابروي.

نوموړي وویل: «وروسته له هغې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا یو‌شمېر روږدي کسان نیول کېږي او د عامې روغتیا وزارت له لوري یې درملنه کېږي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي او د کار زمینه ورته برابرېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر اساس، تېر یوه کال کې د هېواد په سطحه شاوخوا ۲۶زره په نشه‌يي توکو روږدو، د درملنې دوره تېره کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام