Asset 1SWN

د برښنا پرچاوۍ زیاتوالی؛ مسوولان: خلک دې وزغمي

unnamed

اوزبکستان له څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د برښنا کموالي له کبله افغانستان ته خپله صادراتي برښنا ۶۶ سلنه کمه کړې چې له کبله یې د کابل په ګډون، د ۱۲ ولایتونو برښنا کمه شوې ده.

خو د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي چې خلک دې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې د برښنا پرچاوي وزغمي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندی وايي: «په پلازمېنې او یوولس ولایتونو کې د برښنا پرچاوۍ کمېدو لپاره مو د تره‌خېلو حرارتي برښنا دستګاه پرانېستې. له خلکو غواړو چې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې نور زغم هم ولري.»

په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د برښنا پرچاوۍ یې کاروبار ته زیان اړولی دی.

د کابل اوسېدونکی غلام‌سخي وايي: «زه د جامو مینځلو هټۍ لرم، خو برښنا نشته، اړ یم چې تېل وپېرم او جنراټور ولګوم چې دا په لوړه بیا راته تمامېږي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی نوید صدیقي چې په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي وايي، د برښنا نشتوالي یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاتوي: «په کور کې هم برښنا نه لرم او دفتر کې هم نشته. زموږ دفتر ډېر انټرنېټ ته اړتیا لري او که برښنا نه وي، کاروبار مو مخې ته نه ځي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، اوس چې د پلازمېنې او یوولسو ولایتونو اوسېدونکي د برښنا له کمښت سره مخامخ شوي، دوه ساعته برښنا د ورځې او دوه ساعته هم د شپې ور خوشې کوي؛ خو خلک بیا شکایت کوي چې په څلېرویشت ساعتونو کې یوازې څلور ساعته برښنا بسنه نه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام