د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا ځي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره عیار کړي.

دوی وویل، ډېری وخت برښنا په ورځو نه وي او اړ شوي چې د برښنا د نه‌شتون له امله د خپل کور برښنا لمریزه کړي او د وارداتي برښنا پرځای پر خپل شخصي لګښت له لمریزې برښنا څخه ګټه واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت یو پخوانی چارواکی چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي د برښنا د پرچاوي بنسټ‌ییزه ستونزه د برښنا کمښت، د پخوا په پرتله د برښنا د پېرېدونکو شمېر کې۳۰ سلنه زیاتوالی، روان کال ۷ نورو ولایتونو ته برښنا ورکول، کابل ښار کې د ګڼ‌شمېر دولتي ادارو له‌خوا چې پخوا به یې د دفتر ګرمولو لپاره لرګیو یا ګازو څخه استفاده کوله اوس د برښنا څخه کار اخیستل بولي.

د هغه په وینا، د برښنا د کمښت بل لامل د کابل د ارغندې د جکشن چارې چې ۹۰ سلنه پرمخ تللي او ۲زره میګاواټه برښنا به یې ورکوله، د اسلامي امارت په راتلو سره یې چارې په ټپه ولاړې دي.

په همدې حال کې د کابل د برښنا عملیاتي مرستیال محمد اسلام کټوازی وایي، سره له دې چې د برښنا ۵۰ سلنه کمښت سره مخ دي او ژمي کې له برښنا څخه استفاده هم ډېره وي، خو اوس هم د کابل د برښنا وېش لپاره منظم مهالوېش لري او کنټرولېږي.

نوموړی وایي، کابل ښار ۶۵۰ څخه تر ۷۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري، خو دوی یوازې شاوخوا ۳۳۰ میګاواټه واریداتي برښنا لري. د کابل د برښنا عملیاتي مرستیال زیاتوي، د ارغندې جکشن د چارو په بشپړېدو سره به د کابل او ځینو نورو لایتونو د برښنا کمښت ستونزه حل شي.

نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «هره ورځ د ۲۴ ساعتونو راپور اخلو چې یو لین په ۲۴ ساعتونو کې څومره کومو ځایونو ته برق ورکوي او که نوی ناعادلانه برق ورته ورکړل شوی وي، د قناعت وړ نه وي، هغه مونږ له مربوطه مرجیع سره شریکوو او هغه یې دلیل وایي، که ستونزه وي دوی یې جزا ویني.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د برښنا کمښت او د ناانډول وېش په اړه نیوکې له تېرو کلونو راهیسې شتون لري او سره له دې چې د پخواني حکومت چارواکو ژمنه کړې وه چې روان کال کې به د کابل ښاریانو او ډېرو ولایتونو ته ۲۴ ساعته برښنا ورسول شي، خو اوس دا ستونزه له پخوا هم زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام