لغمان کې د ۱۰میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارو پرانیسته وکړه.
هغه وویل، د برښنا د تولید دغې دستګاه جوړولو چارې به شپږ میاشتې وخت ونیسي او ۱۰ زره کورنیو ته به بریښنا برابره کړي. نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.

برښنا شرکت: د ګاونډیانو د برښنا ټول پورونه مو ورکړي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تېر کال یې له اوزبکستان څخه د ۱۰۵ میلیونه‌ ډالرو، له تاجکستانه د ۷۱ میلیونه ‌ډالرو، له ترکمنستان څخه د ۶۴ میلیونه ډالرو او له ایران څخه هم د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا را وارد کړې ده.

یوان‌ډي‌پي: ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته څه‌ناڅه لاسرسی لري

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یاUNDP د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان د برښنا په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دی او یوازې ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته لاسرسی لري.
د دغه سازمان په راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان ۷۵ سلنه برښنا له نورو هېوادونو را واردېږي.

د برښنا شرکت مسوولان: اوس د هېڅ هېواد پوروړي نه یوو

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (د غبرګولي څوارلسمه، د یکشنبې ورځ) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پورونه پرې کړي او اوس د هېڅ هېواد پوروړی نه‌دی. د دوی په وینا، برښنا شرکت اوس په عادي ډول هره میاشت د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.

برښنا شرکت: که پوروړي مو پور ادا نه‌کړي، جایدادونه به یې خرڅ کړو

د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.

پکتیا کې ۹۵۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شوې

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.

د برښنا نا‌منظمې پرچاوۍ په اړه د کابل ښاریانو شکایت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا پرې کېږي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره برابر کړي.

برښنا شرکت: د برښنا د تعرفې لوړولو اوازې ناسمې دي

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي په یو ویډیویي پیغام کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دغه شرکت د برښنا بیه لوړوي. نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د تعرفې د لوړوالي په اړه تراوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.

هېواد کې د برښنا بندونو جوړولو لپاره د پاکستان هوکړه په‌کار ده

د افغانستان برښنا شرکت ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په پروګرام کې د دغه شرکت یو کلن راپور وړاندې کړ.
د دغه شرکت مسوولان وايي، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا وارداتي ده او یوازې ۱۶ سلنه یې له کورنیو سرچینو او خصوصي سکټور نه برابرېږي.