د برښنا شرکت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، که چېرې د دغه شرکت د پوروړو له‌خوا پورونه ورنه کړل شي، د افغانستان برښنا به پرې شي.

د برښنا شرکت تجارتي رییس عبدالرحمان رحماني وايي، صنعت‌کاران، سیاستوال او سوداګر له دغه شرکت څخه ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي او که چېرې دغه پورونه ورنه کړل شي، برېښنا شرکت نه شي کولای د برښنا د صادرونکو هېوادونو پیسې ورکړي چې په دې صورت کې به د افغانستان برېښنا پرې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت رییس خبرداری ورکوي، که چېرې صنعت‌کاران، سیاستوال او سوداګر تر یوې میاشت پورې د مصرف کړې برښنا پیسې ور نه کړي، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

نوموړي وویل چې برښنا شرکت خپلو پوروړو یوه میاشت وخت ټاکل چې خپل پورونه ورکړي او که چېرته دوی په دغه موده کې خپل پورونه ادا نه کړي، عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د برښنا شرکت د پورونو نه ورکولو په صورت کې د برېښنا د قطع کېدو خبرداری داسې حال کې دی، چې د ژمي په را رسېدو سره، کابل ښار اوس هم دوامداره برېښنا نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام