د برښنا شرکت د نشراتو سرپرست احمدمسعود نېکزاد د وارداتي برښنا د پورونو زیاتېدو خبر ورکوي. نېکزاد وايي، د برښنا شرکت د ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان شاوخوا ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی، په داسې حال کې چې دغه شرکت یوازې ۵۰ میلیونه ډالره بودیجه لري.

د برښنا شرکت د نشراتو سرپرست سلام‌وطندار ته وویل، دغه شرکت د برښنا تامینوونکو هېوادونو ته د پور ورکولو وړتیا نه لري او افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما څخه د ۹۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

هغه زیاتوي، که یوناما یادې پیسې ورکړي او د برښنا تامینوونکو پور هم ورکړل شي، افغانستان به د برښنا له کمښت یا نه لرلو سره مخ نه شي. نوموړی د برښنا شرکت له پېرودونکو هم غواړي چې د برښنا د لګښت پیسې پر خپل وخت ورکړي.

تر دې وړاندې وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د برښنا شرکت د پخواني رییس داوود نورزي له قوله ویلي و، که د افغانستان د وارداتي برښنا پور ور نه کړل شي، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه به د افغانستان برښنا پرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام