Asset 1SWN

سلام وطندار

اوزبکستان او تاجکستان افغانستان ته خپله صادراتي برښنا کمه کړې

Kabul-at-night-1024x576-1-p13y5ehfmoz5zqnzpnxsah6qspodkjal1r7p4s4olw

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، اوزبکستان او تاجکستان افغانستان ته د خپلې برښنا صادرات کم کړي.

له ياد شرکته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوزبکستان افغانستان ته خپله برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان برښنا پنځو دستګاوو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوي چې له کبله یې افغانستان ته خپله صادراتي برښنا راټیټه کړې ده.

دغه راز تاجکستان هم خپله برښنا له ۹۰ میګاواټو څخه ۶۰ میګاواټو ته راښکته کړې ده. برښنا شرکت ويلي، دا مهال کابل ښار ته ۶۵ میګاواټه وارداتي برښنا او ۱۰۵ میګاواټه د کورنیو سرچينو تولیدي برښنا ورکول کېږي.

برښنا شرکت زياته کړې، دا مهال صنعتي پارکونه له برښنا بې برخې دي او کابل او ولایتونو کې د برښنا پرچاوۍ موجوده ده.

ياد شرکت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د تخنیکي ستونزو حلېدو پورې د برښنا لګښت کې سپما وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام