د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د برښنا نهشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی سلاموطندار وویل چې د ازبکستان وارداتي برښنا یوازې پلعلم ښار ته ورکړل شوې او د ټولو ولسوالیو اوسېدونکي برښنا څخه محروم دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ولایت اوسېدونکي زیاتوي، سره له دې چې حکومت یې شخصي ځمکو کې د برښنا پایې نصب کړي او دوی ته یې زیان رسولی، خو بیا هم برښنا نهلري.
د مرکز پلعلم اوسېدونکي نعمتالله سلاموطندار ته وویل: «د ازبکستان برښنا یوازې د مرکز پلعلم ښار نږدې سیمو ته ورکړل شوې او ولسوالیو ته تراوسه نده وېشل شوې، خلک پراخو ستونزو سره مخ دي، که وارداتې برښنا لرو پرتو ولسوالیو لکه ازره، خوښۍ او خروار ولسوالیو ته وغځول شي، هلته به نوي پرمختګونه رامنځته شي.»
په همدې حال کې د یاد ولایت د محمداغې ولسوالي اوسېدونکی عبدالرووف وايي چې د دغې ولسوالي اوسېدونکو د وارداتي برښنا ستنو درېدو لپاره خپله شخصي ځمکه ورکړې، خو په وینا یې، برښنا نهلري.
هغه وویل: «پنځه کاله کېږي چې لوګر ته وارداتې برښنا راغلې، خو محمداغې ولسوالي اوسېدونکو ته برښنا نه ده ورکړل شوې. محمداغه کابل ته نږدې ولسوالي ده او ډېره قرباني یې ورکړې، د برښنا پایوو نصبولو لپاره یې خپلې شخصي ځمکې ورکړي او د برښنا مزو غځولو برخه کې همکاري کړې، حکومت څخه مو هیله ده چې دې ولسوالي ته برښنا ورکړي.»
د لوګر د والي ویاند عمر منصور وویل، ا.ا ژمن دی چې د ولسوالیو او لروپرتو سیمو اوسېدونکو ته برښنا وغځوي او په دې اړه یې د اوبو او برښنا وزارت ته وړاندیزونه هم کړي.
د هغه په وینا، د لوګر برښنا ادارې سره په ګډه هڅه کوي چې د بودیجې نشتون ستونزه هواره او ولسوالیو ته د وارداتي برښنا مزي وغځوي.
نوموړي وویل: «لوګر کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د برښنا سېستم منظم شوی، موږ ژمن یو چې لوګر خلکو ته برښنا ورکړو او له برښنا نعمت څخه برخمن شي، لوګر برښنا اداره ولایت مقام سره په همغږۍ جدي کار کوي چې ولسوالیو ته برښنا ورسوي، خو موږ د بودیجې ستونزه لرو. کله چې دغه ستونزه هواره شي، د خلکو غوښتنو ته به بې له ځنډه رسېدهګي وشي.»
باید وویل شي چې د ازبکستان وارداتي برښنا یوازې د لوګر د مرکز پلعلم ښار ۱۰ زره کورنیو ته ورکړل شوې او د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې غځولو ته شپې او ورځې شماري.