د برښنا شرکت مسوولان وايي، په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته له دغه هېواد څخه د وارداتي برښنا کچه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
د برښنا شرکت زیاته کړې چې هېواد ته له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د کمېدو ستونزه لنډ مهاله ده او په یاد هېواد کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به ډير ژر حل شي.
د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ستونزې له امله به د کابل په ګډون ۱۵ ولايتونه د نن ورځې تر پايه د برښنا پرچاوۍ له ستونزې سره مخ وي. دوی وایي، د برښنا شرکت مسوولان د ازبکستان د برښنا له چارواکو سره په اړیکه کې دي، څو دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.
د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو سره هر کال د کابل په ګډون د افغانستان یوشمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاتېږي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي.