د کاناډا د کډوالو چارو وزیر د یاد هېواد پارلمان ته په یوې غونډه کې ویلي چې له افغانستان څخه د ۴۰۰۰۰ کسانو د راېستلو لړۍ روانه ده چې تراوسه شاوخوا ۷۷۰۰ افغانان دغه هېواد ته رسېدلي دي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر زیاته کړې چې یاد هېواد د افغانانو راېستلو ته ژمن دی او د نورو هېوادونو په پرتله یې د افغانانو راېستلو په برخه کې بنسټییزې ژمنې کړې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال نوموړي د کاناډا پارلمان کې د افغان کډوالو په اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، په تېرو څو اوونیو کې ۴۶۰ افغانان په شلو سوداګریزو الوتنو کې دغه هېواد ته لېږدول شوي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې یوشمېر نور افغانان هم کاناډا ته ولېږدول شي.
په همدې حال کې شان فریزر ټينګار کړی چې یاد هېواد له خپلې ژمنې نه په شاه کېږي او هغه افغانان چې کاناډا خپل کور ګڼي، دوی به یې خپل هېواد ته راولي.
وروسته له هغې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، ګڼشمېر هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو افغان همکارانو او د هغو کسانو د اېستلو لپاره د بشري ویزو اعلان وکړ چې دې هېواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ وو.
د رپوټونو پر بنسټ، تراوسه شاوخوا ۱۲۴زره کسان د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په همکارۍ له افغانستان څخه اېستل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له افغانستان څخه د اېستل شویو کسانو له ډلې، یوشمېر یې په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې مېشت شوي، خو ګڼشمېر یې بیا په درېیم هېواد کې یادو هېوادونو ته د تلو په تمه، په کمپونو کې شپې او ورځې سبا کوي.