طالبانو له افغانستانه د شاوخوا دوو زرو امریکايي سرتېرو د وتلو له اعلان څو ساعته وروسته په کندهار کې د ځانګړې قطعې پر کنډک موټربم برید وکړ. په همدې حال کې د طالبانو نفوذي کسانو بېګاه د هرات په غوریان ولسوالي کې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې له کبله یې ۱۲ پاڅونوال وژل شوي دي. په بلخ کې بیا ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي. دغه راز په بغلان کې طالبانو په دوو بېلابېلو بریدونو کې یو کس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي او د تېلو شپږو ټانکرو ته یې اور اچولی او ۷ کسان یې له ځان سره بیولي دي. کابل کې هم نن د یوه چسپکي ماین د چاودنې له کبله ۲ پولیس ووژل شول او یو بل ټپي شو.

دغو بریدونو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کموالي خلکو او د سیمې یوشمېر هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې دي. چین، روسیې، ایران او پاکستان ټولو ټینګار کاوه چې امریکايي ځواکونه باید په مسوولانه ډوله له افغانستانه ووځي او داسې چې د دغه هېواد له ثبات سره همکاري وکړي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په امام‌صاحب ولسوالي کې ۱۰ امنیتي ځواکونه ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزامحمد یارمند وايي، که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به پر افغان سولې او جګړې خپل اغېز پرېباسي، خو که افغان ځواکونه سم مدیریت شي، د جګړې د مهار پوره وړتیا لري.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وايي، افغان حکومت تل ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو او د هېواد پر وضعیت منفي اغېز ونه کړي.

په همدې حال کې د ناټو سازمان یو چارواکی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کموالي په اړه ویلي چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان دریځ نه دی بدل شوی. د ناټو د دغه چارواکي په وینا، همدا اوس یې د روزنې، مشورې او مرستې په برخه کې خپله دنده په کابل کې له یوه مرکز او د سیمې له څلورو قوماندانیو سره روانه ده.

د ناټو دغه چارواکی زیاتوي چې دوی سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، څو افغانستان نور د نړیوالو ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي. هغه وايي: «ناټو د افغان سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي او د دې پروسې د یوې برخې په توګه تیار یو چې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړو. موږ به په راتلونکې میاشت کې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې خپل موجودیت وارزوو.»

دا داسې مهال ده چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تر دې مخکې ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو یوناڅاپه وتل به دغه هېواد د ترهګرو لپاره پر خوندي ځای بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته را ټیټ شوی دی. د دغه وزارت د اعلان له مخې، پاتې ځواکونه به یې د ناټو له نورو ځواکونو سره یوځای د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره افغان ځواکونو ته د مشورې، مرستې او روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، څو دغه هېواد د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي.

طالبانو څه موده مخکې امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړی و، که خپل سرتېري له افغانستانه ونه باسي او د دې ډلې پر وسله‌والو بریدونو ته دوام ورکړي، بېرته به بریدونه پرې پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام