کندوز کې پر یوې راډیو د خلکو د برید پېښه دې وڅېړل شي

په کندوز کې یوشمېر سرچینې او د پېښې عیني شاهدان وايي، سلګونو لمونځ‌کوونکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د فېروزکوه جومات د ملا امام په لارښوونه پر درېوو راډیوګانو برید وکړ. لمونځ‌کوونکو پر زهره، کیهان او چراغ راډیوګانو برید کړی دی.

پکتیاوالې: په کور کې د ناقانونه وسلو ساتل تاوتریخوالی زیاتوي

په پکتيا کې يوشمېر مېرمنو په يوه غونډه کې وويل چې په کورونو کې ناقانونه وسلې د دې لامل کېږي چې په کور کې پر تاوتريخوالي سربېره د مېرمنو د حق غوښتنې غږ چوپ کړي، خو يو شمېر نورې بيا پر دې باور دي چې په کورونو کې د وسلو ساتنه د دې لپاره ده چې د کور او مېرمنو امنيت له غلو، تېري کوونکو او مخالفو کسانو نه خوندي کړي.

د امریکايي ځواکونو له کموالي سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي ډېروالی

طالبانو له افغانستانه د شاوخوا دوو زرو امریکايي سرتېرو د وتلو له اعلان څو ساعته وروسته په کندهار کې د ځانګړې قطعې پر کنډک موټربم برید وکړ. په همدې حال کې د طالبانو نفوذي کسانو بېګاه د هرات په غوریان ولسوالي کې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې له کبله یې ۱۲ پاڅونوال وژل شوي دي. په بلخ کې بیا ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو پر ورکشاپ موټربم بريد

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو پر ورکشاپ درنه چاودنه وشوه او ورپسې نښته پيل شوه. دې ولايت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، تر موټربم برید وروسته وسله‌وال بریدګر په پوځي یونیفورم کې سیمې ته دننه شول او ترڅو ساعتونو پورې یې افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۴۶ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۴۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۳۴۱ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۱ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۹ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

ولسي جرګې دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې دويم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه چې د ماليې وزارت له لوري ورته لېږل شوې وه، د رایو په اکثريت رد کړه.

د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې وويل، ماليې ورازت نه يوازې دا چې د بوديجې د طرحې۱۷ موارد يې سم کړي نه دي، بلکې دوه نور موارد چې تخطي ښيي په بوديجه کې زيات کړي دي.

د هرات په غوریان کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالي کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو نفوذي کسان بېګاه شاوخوا ۹ بجې د ولسي پاڅونوالو یوه مرکز ته ورغلي او ۱۲ پاڅونوال یې وژلي دي.