د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون بروکسیل کې د اروپایي ټولنې چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، افغانستان کې د اوسني وضعیت او د هر ډول رامنځ ته کېدونکي ناورین مسوول د هغه نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه دي چې افغانستان کې ښکېل وو.

نوموړي ویلي چې اسلامي امارت افغانستان کې یو قدرت دی او هېواد یې غواړي ورسره ګډ کار وکړي. کاملوف د یو‌شمیر هېوادونو دا وړاندیز چې د پیسو په بدل کې دې کډوالو ته ځای ورکړي، رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د نړۍ سترو قدرتونو ونشو کولای افغانستان کې وضعیت سم کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو یو‌شمېر شنوونکي هم د افغانستان د روانو ناخوالو پړه، پر امریکا او ملاتړو هېوادونو وراچوي. د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمان اوریا وايي، تېرو شلو کلونو کې چې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان برید وکړ، جګړو کې شاوخوا یو میلیون افغانان ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه، امریکا افغانستان څخه تر وتو وروسته، د ولس پیسې کنګل کړې او د افغانانو پر وړاندې یې سوړ جنګ پیل کړ. اوریا زیاتوي، لکه څنګه چې امریکا افغانستان کې خپله ستراتیژیکه ماته منلې، نو د جګړې د پایلو مسولیت هم باید په غاړه واخلي.

د چارو یو بل شنوونکی میربت خان منګل هم ورته نظر لري او د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د ټول افغان ولس غږ بولي. دی وایي، امریکا او ملاتړو یې افغانستان کې په شعار سره ډیموکراسي پلي کوله چې هغه هم ناکامه شوه او اوس یې د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو سره ولس له ناورین سره مخ کړی.

د هغه په وینا، افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې هم د دوی لخوا تمویل او راوستل کېږي، څو خپله ماته پټه کړې او په پلمه یې په افغان ولس بندیزونه لګولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د برېتانیې لوی درستیز جنرال نیک کارتر هم ویلي، نړۍ باید طالبانو سره تعامل وکړي او هغه پیسې دې چې ژمنه یې شوې، افغانستان ته ورکړل شي او چېرته چې یې اړتیا وي، ولګول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام