د چین د بهرنیو چار وزارت ویلي چې هېواد به یې سبا چهارشنبه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه وي.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو ویلي، تر اوسه د یادې غونډې له اجنډا څخه ډېر معلومات نه‌لري، خو زیاتوي چې پر اقتصادي او ورته مسایلو به په‌کې خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصادي او نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان بیا دا غونډه په ټولیزه توګه د افغانستان لپاره ګټوره بولي او زیاتوي چې کېدای شي د مرستو راټولو او اقتصادي مسایلو ترڅنګ به له نړۍ سره پر تعامل هم خبرې وشي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه خپلواک ځاځی وايي، د امریکا او چین اړیکو ته په کتو سره ښايي په دغه غونډه کې هغه هېوادونه ګډون ونه‌کړي چې له امریکا سره ډېرې نږدې اړیکې لري.

د دوی په وینا، که چېرته دغه هېوادونه ګډون هم کوي، ښايي د افغانستان سیاسي مسایلو په اړه د امریکا له لوري شنه څراغ ته په تمه وي.

بل‌خوا ته چین غواړي چې په دې ډول غونډو سره امریکا او نورو سیالانو ته خپله ځواکمنتیا وښيي او اسلامي امارت باید انډول په پام کې ونیسي.

نوموړي وویل: «په دې ليدونو کې چې کومې ژمنې کېږی، کېدای شي د افغانستان لپاره ګټه ولري، د لنډمهال لپاره، خو په ټوله کې د افغانستان ستونزه ډېره اساسي ده، څو دلته بنسټیز کارونه وشي او په زیربنایي پروژو پا نګونه وشي، دا ځکه چې حاکم نظام نشي کولای خلکوته کار پیدا کړي او ناورین له منځه یوسي، نو د افغانستان نظام باید یو هر اړخیز فکر باندې تمرکز وکړي او په رڼا کې یې عمل وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه محیب‌الله شریف بیا دا غونډه د اقتصادي اړخه د افغانستان په ګټه بولي. د نوموړي په وینا، نه یوازې چین بلکې ټول ګاونډي هېوادونه غواړي چې د افغانستان له نویو سیاسي بدلونونو څخه ځان خبر کړي او له نظام سره نږدې اړیکي وساتي.

د شریف په خبره چین غواړي د افغانستان خامو موادو ته لاسرسی پیداکړي او افغانستان د چینايي توکو مارکېټ شي.

هغه همداراز زیاتوي چې ښايي د اقتصادي مسایلو ترڅنګ شونې ده چې د دې ناستې په څنډه کې پر امنیتي او استخباراتي مسلو هم خبرې وشي.

په ورته مهال پرون د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند یوې خبري ناستې ته ویلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته به راتلونکې چهارشنبه او پنجشنبه د دغه هېواد په کوربه‌توب جوړه شي.

هغه زیاته کړې، چین هېواد تمه لري چې دا غونډه له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د لا ډېر ملاتړ لامل شي او دغه‌راز به نړیواله ټولنه له امریکا وغواړي چي د افغانستان د اقتصادي بیارغونې مسوولیت په رښتینې توګه پر غاړه واخلي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، چین له افغانستان سره ښه همکاري لري او دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، خو د نوموړي په وینا، په غونډه کي د ګډون‌والو او اجندا په اړه تراوسه له دوی سره معلومات نه دي شریک شوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «زمونږ هېله دا ده چې له افغانستان سره په ډیپلوماتیکو، اقتصادي، تجارتي او نورو برخو کې ښې همکاري ته لاره هواره شي او هېوادونه راوړاندې شي او ښه پرمختګ به وشي.»

هڅه مو وکړه چې د یادې غونډې په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نظر هم راواخلو، خو د تل په څېر يې ځواب رانه‌کړ. باید وویل شي چې د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، شونې ده په دې غونډه کې د امریکا استازی هم ګډون وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو له دې وړاندي داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې د چین ناستې ته د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او په دې اړه یې اندېښنه هم ښودلې وه.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام