په کابل ښار کې په ۲۵ میلیونه ډالره پانګونې سره د درملو او سیروم جوړولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ. د دې کارخونې مسوولان وايي، دا کارخونه به په څلېرویشت ساعتونو کې د ۱۱۰ زره سیرومونه تولید کړي.
د کارخونې مسوول توابجان غفوري وايي، اوس دغه کارخونه ۲۰ ډوله سیرومونه تولیدوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د درمل جوړولو برخه کې هم فعالیت وکړي.
هغه زیاتوي: «په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره سیرومونه تولیدوو او زموږ د سیروم تولیدات ۲۰ ډوله ته رسېږي او موږ به په افغانستان کې وتوانېږو چې د اړتیا وړ سیروم تولید کړو.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وايي چې افغانستان تر دې مخکې د اړتیا وړ سیرومونه له نورو هېوادونو را واردول او اوس نورو هېوادونو له افغانستان څخه غوښتي چې سیرومونه ور ولېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قدرتالله جمال له خلکو غواړي چې د افغانستان د درملو کورني تولیدات وکاروي. هغه زیاتوي: «په افغانستان کې د سیروم تولیدولو څو نور شرکتونه هم فعالیت کوي او یمن، عراق او نور هېوادونه غواړي چې د افغانستان سیروم وکاروي.»
بلهخوا د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې اوس په ټول هېواد کې د درمل جوړولو ۹۵ کارخونې فعالیت کوي او دا اداره په پام کې لري، څو هغه درمل چې په افغانستان کې تولیدېږي، هېواد ته یې د نورو هېوادونو پر را واردېدو بندیز ولګوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر وايي: «اوس په افغانستان کې د درمل جوړولو ۹۵ کارخونې فعالیت کوي او افغانستان کې د درملو د تولید جواز ورکولو او د توکو د ثبت پروسې اسانه شوې دي. هغه ۱۵ ډوله درمل چې په افغانستان کې تولیدېږي، د دغو کارخونو د ملاتړ په موخه یې واردات بند شوي دي او همدارنګه، د کورنیو تولیداتو ظرفیت له ۱۵ تر ۲۰ سلنې زیات شوی دی.»
د خوړو او درملو ملي ادارې د مسوولانو په وینا، په افغانستان کې د روان کال پر مهال د درملو د تولید شپږو کارخونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي.