کابل کې د درملو او سیروم جوړولو کارخونې فعالیت پیل کړ
په کابل ښار کې په ۲۵ میلیونه ډالره پانګونې د درملو او سیروم جوړولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ. د دې کارخونې مسوولان وايي، دا کارخونه به په څلېرویشت ساعتونو کې د ۱۱۰ زره سیرومونه تولید کړي.
په کابل ښار کې په ۲۵ میلیونه ډالره پانګونې د درملو او سیروم جوړولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ. د دې کارخونې مسوولان وايي، دا کارخونه به په څلېرویشت ساعتونو کې د ۱۱۰ زره سیرومونه تولید کړي.
د جبلالسراج د سمنټو کارخونې رییس محمدصابر حمزه سلاموطندار ته ویلي چې د دې کارخونې د تولید ظرفیت په یوه ورځ کې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د هغه په وينا، په دې کارخونه کې شاوخوا ١٦٥ تخنيکي او عادي کارکوونکي په دوو دورو کې کار کوي، خو زیاتوي چې د دې کارخونې ماشینونه اوس زاړه شوي دي.
د میدانوردګ ولایت مقام له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې چینایي پانګوالو ویلي چې د یاد ولایت په صنعتي پارک کې به د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د لوښو مېنځلو، سیمي جالیو او د ماشومانو لپاره د پمپرو تولید کارخونه جوړه کړي.
کندهار کې د هېواد په کچه د درملو جوړولو تر ټولو لویه کارخونه چې د ۷۱ سوداګرو له لوري په ګډه د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې او ۶۰۰ کسان به پهکې کار کوي. مسوولان وايي چې اوس د دې کارخونې یو فاز فعال شوی او پاتې دوه نور به یې هم فعال کړي.
د پاکستان کراچۍ ښار په یوې کارخونه کې د اورلګېدنې پرمهال د اور وژنې ډلې څلور کارکوونکي مړه شوي او ۱۳ نور کسان ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د اپرېل ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون چهارشنبه سهار د نوې کراچۍ صنعتي سیمې ته نږدې د جامو یوې کارخونه کې د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یوې سوداګرې مېرمنې د کېک او کلچو د تولید کارخونه جوړه کړې چې په یاده کارخونه کې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
زرغونه حیدري چې بدخشان کې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده او له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدونکو ټولنې له لوري د غالیو اوبدلو په کارخونه کې غالۍ اوبي، وايي چې د زدهکړو له کبله د ورپېښ خپګان نه د ځان ژغورلو په موخه یې دغه کار ته مخه کړې ده.
د هلمند مرکز لښکرګاه کې دغه کارخونه چې نن یې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په پانګونې فعالیت پیل کړ، په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۶۰ ټنه د مالوچو دانو د پراسېس وړتیا لري. د دې خصوصي کارخونې مسوول غلاممحمد وايي، سلو کسانو ته یې د کار اسانتیا برابره کړې او مارکیټ ته به ځانګړي مالوچ، صابون، غوړي او کونجاړه وړاندې کړي.
هرات کې ۲۵کلن غلامسخي اته کاله وړاندې په ډېرو کمو امکاناتو هرات ښار کې د دستکولونو د ګنډلو کارخونه جوړه کړه، څو وکولای شي، د ښوونځي زدهکوونکو، د پوهنتون زدهکړیالانو او نورو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده. دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.
د پکتیا د صنعت او کانونو خونې رییس فضلالدین جلالزی وایي، تېرو درېوو مياشتو کې د ۸۰ سلنه فابريکو فعاليت درېدلی دی. هغه وویل، د دغو فابریکو فعالیت د خامو موادو نه موجودیت او بازارونو ته د یوشمېر بهرنیو هېوادونو د ټیټ کیفیته توکو د راوړلو له امله ځنډېدلې دي.
فاطمه محمدي چې د فراه ولایت اړوند په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده. ۱۶ کاله کېږي چې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي. فاطمه د اسلامي امارت تر راتګ وروسته او د څو میاشتو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اړ شوه چې د خیاطۍ یوه کارخونه جوړه او په فعالیت پیل وکړي.
د ننګرهار چارواکي وايي، نامعلومو وسلهوالو بېګاه د دغه ولایت په سره رود ولسوالي کې د ګچو یوې کارخونې اووه کاریګر وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسو قوماندان جمعهګل همت نن پنجشنبه رسنیو ته وویل چې یاده پېښه بېګاه د دغه ولایت د سره رود ولسوالي اړوند د فتحاباد په مارغونډۍ سیمه کې شوې ده. هغه وايي، دغه کسان د ګچو په یوه کارخونه کې وژل شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون