Asset 1SWN

کندهار کې د هېواد په کچه د درملو تر ټولو لویه کارخونه پرانېستل شوه

FBksI6dXIAEchxW

کندهار کې د هېواد په کچه د درملو جوړولو تر ټولو لویه کارخونه چې د ۷۱ سوداګرو له لوري په ګډه د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې او ۶۰۰ کسان به په‌کې کار کوي. مسوولان وايي چې اوس د دې کارخونې یو فاز فعال شوی او پاتې دوه نور به یې هم فعال کړي.

د درملو د دغې سترې کارخونې رییس محمدسعید صدیق وايي چې یاده کارخونه کې به په ۸ ساعتونو کې دوه میلیونه کپسول او له ۶۰ زرو تر ۹۰ زرو پورې شربت جوړېږي. د نوموړي په وینا، د یادې کارخونې ټول درمل به ټاکلې بیه ولري او په ټول هېواد کې به په یوه بیه پلورل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر وايي چي تر دې مهاله په هېواد کې د درملو ۸۶ کارخونې شته له ډلې یې ۶۰ هغه فعالې دي او ۶۱۳ ډوله تولیدات لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د درملو جوړولو دا کارخونې د سنوفارما د درملو له شتون سره درملو ته د ټول هېواد ۷۰ سلنه اړتیا پوره کوي. د عمر په وینا، هڅه کوي چې په بهر کې پر درملنې د افغانانو د ۳۰۰ میلیونه ډالرو لګښتونو مخه ونیسي.

بله‌خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، افغانستان د دا ډول کارخونو جوړېدو ته سخته اړتیا لري او د هېواد پر ځان بسیاینې لپاره باید په بېلابېلو برخو کې پانګونه وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم چې د یادې کارخونې په پرانېست‌غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې نړۍ د افغانستان پرمختګ نه غواړي او په‌کار ده چې افغان پانګه‌وال یو بل ته لاسونه ورکړي او پانګونې ته ملا وتړي.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد او د کندهار والي ملا محمدشېرین اخوند هم په دې غونډه کې د درملو کارخونې جوړېدل مهم وبلل او په وینا یې، افغانان ډېرو درملو ته اړتیا لري او د ورته کارخونو په جوړېدو سره به یې اړتیاوې پوره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دوی ټینګار وکړ چې د بېلابېلو حکومتي ادارو مسوولان باید له پانګه‌والو، سوداګرو او صنعت‌کارانو سره همکاري وکړي او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د یادونې ده چې یاده کارخونه د نړۍ په ۸۶ هېوادونو کې ثبت ده او مسوولان یې کولای شي چې د قرارداد له مخې، د اسیا په کچه تولیدات وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام