Asset 1SWN

پاکستان کې د اورلګېدنې له کبله د اوروژنې څلور کارکوونکي مړه شوي

1200x0

د پاکستان کراچۍ ښار په یوې کارخونه کې د اورلګېدنې پرمهال د اور وژنې ډلې څلور کارکوونکي مړه شوي او ۱۳ نور کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن پنج‌شنبه د اپرېل ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون چهارشنبه سهار د نوې کراچۍ صنعتي سیمې ته نږدې د جامو یوې کارخونه کې د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپورونو کې ویل شوي چې د اور له وژنې وروسته د اوروژنې ډلې کارکوونکي یادې څلور پوړیزې ودانۍ ته د پاک‌کارۍ لپاره ورننوتي وو چې ودانۍ پرې لوېدلې ده.

سیمه کې پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه په یوې ګڼه ګوڼه او داسې سیمه کې رامنځته شوې چې د موټرو تګ ورته ناشونی و او له همدې امله د اوروژنې ډلې ډېری کارکوونکي یادې ودانۍ ته ورغلي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې اور له لګېدو وروسته په چټکۍ خپور شوی چې له امله یې یادې کارخونې او څېرمه ودانیو ته درانه زیانونه اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام