Asset 1SWN

پاکستان کې یوه ځوان د «ټيک‌ټاک» پر سر خپل پلار وژلی

62553e193df5750019f749da

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د کب اوومه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په کوز دیر جندول مایار سیمه کې یوه ځوان د ټیک‌ټاک پر سر خپل پلار وژلی او مور یې ټپي کړې ده.

سیمه کې پولیسو ویلي چې دغه ځوان حسنین نومېږي او ۱۸ کاله عمر لري چې خپل پلار یې په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی. د پولیسو په وینا، یاد کس خپله مور هم په ډزو ویشتلی چې اوس روغتون کې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د خپل پلار قاتل نیولی او ویلي یې دي چې دغه پېښه د ټيک‌ټاک پر سر د شخړې له کبله رامنځته شوې ده.

یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي: «د یاد ځوان پلار خپل زوی د ټیک‌ټاک له کارولو منع کړی و او موبایل یې ترې اخستی و، خو دغه ځوان له خپل پلار د موبایل غوښتنه کړې وه، پلار یې نه‌و ورکړی او هغه هم خپل پلار او مور په ډزو ویشتي دي.»

 سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم پاکستان کې د پاب‌جي ګېم یوه کاروونکي د خپلې کورنۍ څو غړي وژلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام