د پاکستان د پنجاب صوبه په لاهور ښار کې د پاب‌جي «PUBG» ګېم د ډېرې کارونې له امله د دغه ګېم یوه تنکي ځوان کاروونکي خپله مور، دوه خویندې او ورور وژلي دي.

د پنجاب صوبې پولیسو ویلي چې له دغه هلک څخه یې د څېړنو پرمهال موندلې چې د پاب‌جي ګېم د ډېرې کارونې له امله نوموړی د ګېم تر اغېزې لاندې راغلی او د خپلې کورنۍ غړي یې وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه هلک د ۱۲ ټولګي زده‌کوونکی دی او پولیسو ته یې ویلي، د پاب‌جي ګېم د کارونې پرمهال یې چې ماته خوړله، نو مایوسي به پرې راتله او ځان به یې له نورو ګوښه کاوه. هغه زیاته کړې چې له دې مایوسۍ او خپکان څخه به یې خوند اخیست او د دغه خوند له امله یې د شپې پرمهال د توپانچې په وسیله خپله مور، دوه خویندې، او یو ورور ووژل.

پاب‌جي ګېم نه یوازې په پاکستان، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم ګڼ‌شمېر کارونکي لري چې په دې وروستیو کې یې د افغان ځوانان ترمنځ هم کارونه ډېره شوې ده.

په ورته مهال پاب‌جي ګېم کې تر ډېره وسلې کارول کېږي او د اوراه‌پوهانو په وینا، که چېرته ماشومان او تنکي ځوانان دغه ګېم ډېر وکاروي، نو پر ذهن یې اغېز کوي او کارونکی دې ته اړ باسي، هغه کار چې ګېم کې یې کوي په عمل کې یې هم وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان مخکیني حکومت هم په هېواد کې د پاب‌جي ګېم پر کارونې بندیز لګولی و او دغه ګېم یې ناروا بللی و. د هغه مهال د حج او اوقاف وزارت ویلي و چې د دغه ګېم کارونکي او هغه کسان چې ورته اسانتیاوې برابر وي، په ګناه کې شاملېږي.

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام