Asset 1SWN

هرات کې ناپېژنده کسانو یوه خور او ورور په مرموز ډول وژلي

herat city

ناپېژنده کسانو پرون دوشنبه «د چنګاښ ۲۶مه» د هرات ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو خور او ورور په مرموز ډول وژلي دي.

د هرات د امنیې قومنداني د مطبوعات امر عبدالله انصاري سلام‌وطندار ته پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه ورور او خور د ناپېژنده کسانو له لوري د چړې په وسیله وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، وژل شوي کس ۵۴ کاله او خور یې ۳۰کلنه وه چې دواړه په خپل کور کې وژل شوي دي.

د هرات د امنیې قومنداني د مطبوعاتو امر زیاته کړې چې قاتل د یادو کسانو له وژنې وروسته له سیمې تښتېدلی او د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

نوموړي همداراز وویل چې دغه شان ۸۰سلنه پېښې د شخصي دښمنۍ او کورنیو ستونزو له امله رامنځته کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم یاد ولایت کې یوه اومېندواره مېرمن د خپلې میرې د زوی له‌خوا وژل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام