سمنګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

د سمنګان د کوز دره‌صوف ولسوال شمس‌الله شمشاد وايي چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د دوشنبې ورځ، سهار شاوخوا نهه بجې په دې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د رسنیو د تړل کېدو دوام؛ خبریالان: تنخواوې مو پاتې دي، سختې ستونزې تجربه کوو

په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته د رسنیو د فعالیتونو درېدو په دوام، دوو خصوصي رسنيو تازه خپل فعالیتونه پريښي دي. دا رسنۍ په هرات کې «ترقي ټلوېزیون» او بلخ کې «نهاد راډیو» دي چې خپل رسنیز فعالیتونه یې پريښي دي. د ترقي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ داسې مهال خپل فعالیت پرېښود چې خپلو کارکوونکو ته یې تنخواوې هم نه وې ورکړې.

کابل ښاریان د تاریخ‌تېرو خوراکي توکو له پېر او پلور څخه شکایت کوي

د کابل ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم د ښار په لویو او کوچنیو پلورنځیو کې تاریخ‌تېر خوراکي توکي خرڅېږي او په وینا یې، اړوندې ادارې یې باید مخه ونیسي.
د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکی قیوم وايي، کوچنی زوی یې څه موده وړاندې د یوه تاریخ‌تېر جوس د څښلو له امله ناروغ شوی و. هغه وايي، د دغو توکو خرڅلاو د خلکو له ژوند سره د لوبو کولو په مانا دی.

عبداللطیف منصور: د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول ستونزې لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور پکتیا ته د خپل سفر پرمهال سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې روانې وچکالۍ او اقلیمي بدلون اغېزو ته په پام اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول ستونزمن کار دی. هغه وویل: «اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول مشکلات لري، وچکالي بېخي ډېره زیاته ده.»

کندهار کې سږکال د انګورو حاصلات د پام وړ زيات شوي

کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو امر شمس‌الرحمان موسی وايي، د دغه ولایت شاوخوا ۲۰زره او ۵سوه هکټاره ځمکه د انګورو باغونو پوښلې او سږکال يې حاصلات هم زیات شوي دي.

غزني کې د ۶۵زره ډالرو په ارزښت د اوبولګولو کانال د رغونې چارې پیل شوې

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د  څه باندې ۶۵زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوه کانال د رغېدو چارې پیل کړې.

د غزني ښار اړوند د «کُشک د اوبولګولو کانال» د رغېدو چارې نن سه‌شنبه د چنګاښ ۲۷مه پیل شوې دي.