Asset 1SWN

غزني کې د ۶۵زره ډالرو په ارزښت د اوبولګولو کانال د رغونې چارې پیل شوې

IMG-20230718-WA0019

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د  څه باندې ۶۵زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوه کانال د رغېدو چارې پیل کړې.

د غزني ښار اړوند د «کُشک د اوبولګولو کانال» د رغېدو چارې نن سه‌شنبه د چنګاښ ۲۷مه پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالمنان اکرام وايي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به دغه سیمه کې د اوبو له ضایع‌کېدو مخنیوی وشي او د کُشک، قلعه‌ازاد او قلعه‌ قربان سیمو اوسېدونکې ترې ګټه پورته کړي.

په ورته مهال غزني کې د سولې بنسټ موسسې ولایتي مسوول صبغت‌الله زبیر سلام‌وطندار ته ویلي چې د کانال په جوړېدو سره به ۱۰زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د چارواکو په وینا، دغه کانال د ۹۳۰ مټره اوږدوالي او ۱۲۰ سانتي مټر په پلنوالي جوړېږي چې د اوبولګولو ۱۲ دروازې، یو پلچک، ۱۰۰ استنادي دیوال چې لوړوالی به یې ۲۲۰ سانټي مټره وي، رغول کېږي.

غزني کې د سولې بنسټ موسسې ولایتي مسوول صبغت‌الله زبیر همداراز زیاته کړه چې د یادې پروژې ټولییز لګښت ۶۵زره او ۵۰ ډالره کېږي چې د یادې موسسې له لوري ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې دې پروژه کې درژ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېوو میاشتو بشپړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام