په روزګان کې د کرېکټ بورډ ولایتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د لسو لوبډلو ترمنځ د انټرکلب کرېکټ شل اووره سیالۍ پیل کړي دي.

د روزګان د کرېکټ مسوول خیرالله افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سیالي به د لسو لوبډلو ترمنځ یوه میاشت دوام وکړي او موخه یې د غوره لوبغاړو پېژندل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو په پای کې به له غوره لوبغاړو یوه منتخبه لوبډله جوړه کړي چې ولایتي سیالیو کې به ولوبېږي.

نوموړي وویل: «د انټرکلب په نوم سيالۍ دي چې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ به یوه میاشت دوام کوي. هدف دا دی چې غوره لوبغاړي راپیدا کړو او بیا به دغه لوبغاړو څخه منتخبه لوبډله جوړېږي.»

دغو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم خوښ دي چې یادې سیالي ورته برابرې شوي او په وینا یې، کولای شي چې له دې لارې خپله وړتیا ښکاره کړي.

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ هرکال د هېواد په کچه د انټرکلب یا (کلب لېول) سیالي د رسمي لوبډلو ترمنځ ترسره کوي چې موخه یې د غوره لوبغاړو موندل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام