د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۹ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د امو نهنګان او میس‌عینک لوبډلو ترمنځ وشوه، امو نهنګان بریالي شو چې میس‌عینک ته په پنځو وېکټو  ماته ورکړي.

په یاده لوبه کې لومړی میس‌عینک لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شل اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو نهنګانو ته د ۱۵۳ منډو هدف ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امو نهنګانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او په روان شپږیزه لیګ کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه.

د امو لپاره یاده سیالي کې اضغر اتل ښه لوبه وکړه او ۵۵ منډې یې جوړې کړې چې د یادې سیالي غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه سیالي کې کابل بازان له پامیر زلمي لوبډلې سره پر لوبه بوخت دي چې پامیر زلمیو لوبډلې لومړی توپوهنه کړې او کابل بازانو ته یې د ۱۷۲ منډو هدف ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام