Asset 1SWN

کرېکټ؛ اسټرالیا افغانستان سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لغوه کړه

348800.6

د اسټرالیا کرېکټ بورډ د اسلامي امارت له لوري افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په غبرګون کې له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په یوه اړخیز ډول لغوه اعلان کړه.

ټاکل شوې وه چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لار موندنې (سوپر لیګ) سیالیو په لړ کې افغانستان په اماراتو کې له اسټرالیا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن پنج‌شنبه د مرغومې ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «له اړوند ادارو سره تر ډېرو مشورو وروسته مو پرېکړه کړې چې افغانستان سره په مارچ کې د سوپر لیګ د درېوو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ نشو کولای.»

د اسټرالیا کرېکټ بورډ همداراز په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه‌وو د سپورټ ودې او پراختیا ته ژمن دی او د افغانستان له کرېکټ بورډ سره د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډله چې له وړاندې یې د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره موندنې د یادې لوبلړۍ په لغوه کولو سره به ۳۰ امتیازه له لاسه ورکړي، خو افغانستان به دغه امتیازونه ترلاسه کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تراوسه په رسمي توګه د اسټرالیا د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې اسټرالیا له دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې هم پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره کېدونکې یوازینۍ ټسټ لوبه هم لغوه کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام