د کابل په بازارونو کې د زړو افغاني بانکنوټونو له ډېروالي د خلکو شکایت

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د زړو افغاني بانک‌نوټونو زیاتېدو د خلکو او صرافانو نیوکې زیاتې کړي چې ورسره د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې د هغو بانک‌نوټونو نمونې هم خپرې کړي چې د چلېدو وړ نه دي.

شنونکي: د ا.ا د مشر وروستۍ سپارښتنې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کوي

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده تازه په کندهار کې یوې غوڼده کې ویلي چې د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي.

 د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه د هبت‌الله اخند‌زاده له قوله یوه ویناپاڼه خپره کړې چې په‌کې ویل شوي، اسلامي امارت یوازې الهي احکام پلي کوي او د خلکو په غوښتنه پرېکړې نه کوي.

پکتیا کې وروستیو اورښتونو د بالاحصار تاریخي ودانۍ ځینې برخې نړولي

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

هبت‌الله اخند‌زاده: د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده په تازه سپارښتنه کې ویلي چې د خلکو له‌خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي او د اسلامي امارت حکومت کې باید د هرې ستونزې حل په شریعت کې ولټول شي. ویناپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده والیانو ته په وینا کې سپارښتنه کړې چې د نوموړي له پرېکړو اطاعت وکړي.

روزګان کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او دوه لادرکه دي

د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. بل‌خوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي، په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.