نن د جولای ۲۸ مه د طبیعت له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو په کابل کې د طبعیت نړیوالې ورځې د نمانځ‌غوڼدې پرمهال وویل چې هېواد کې د چاپېریال ساتنې وضعیت اندېښمنونکی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین زین‌العابدین عابد نن کابل کې د طبیعت نړیوالې ورځې څخه د نمانځې په تړاو یوې غونډې ته وویل، سره له دې چې د هېواد د چاپېریال ساتنې وضعیت مناسب نه دی، خو افغانان یې هم په ساتنه کې بې‌پروايي کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عابد وايي، د طبیعي پېښو زیاتېدو، وچکالۍ او د اوبو سرچینو له‌منځه تلو، د هېواد چاپېریال بد وضعیت سره مخ کړی دی.

نوموړي وویل: «اقلیمي بدلون، د سېلابونو راوتل، دوامداره وچکالي، د حرارت درجې لوړېدل، زلزله او د اوبو زېرمو له‌منځه تلل لامل شوي چې خلک له کلیو ښارونو ته مخه وکړي چې دې چارې د چاپېریال ساتنې ستونزې رامنځته کړي دي.»

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د طبیعي سرچینو کمېدو د افغانستان د چاپېریال وضعیت ننګونو سره مخ کړی.

د طبیعت نړیوالې ورځې د نمانځ غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت حکومت څخه وغوښتل چې د طبیعي منابعو او د چاپېریال ساتنې لپاره باید د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي. ګډونکوونکي هم د افغانستان په ځانګړې توګه د کابل د چاپېریال وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د طبیعت نړیوالې ورځې د نمانځ غونډې یوه ګډونواله صدف وايي چې د نړیوالې تودوخې، د اوبو زېرمو کمښت او نور موضوعات نړۍ اندېښمنه کړې چې  افغانستان کې هم یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي او باید مدیریت شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د هېواد چاپېریال ساتنې وضعیت خرابېدو څخه تر دې وړاندې هم اندېښنې ښودل شوې وې چې په تړاو یې د ګټورو اقداماتو خبر ورکړل شوی، خو لکه څنګه چې ښکاري چارواکو دې برخه کې اصلاحي کړنې نه دي ترسره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام