د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د بشري پرمختګ څانګې په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري چې کولای شي د اقتصادي‌-‌ټولنیز پرمختګ لپاره اصلي مالي سرچینې برابرې کړي. د دغه راپور له مخې، د تلپاتې پرمختګ په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د طبیعت او چاپېریال ساتنې او له طبیعي سرچینو نه د ګټې اخیستو ترمنځ برابروالي ته اړتیا ده.

په کابل کې د سویډن سفیر تورکیل سټیرنلف د دغه راپور د خپرېدو په پرانېست‌غونډه کې وویل، بشر له طبیعت سره د بشپړې او مثبتې اړیکې جوړولو ته اړتیا لري او ټول هېوادونه باید د چاپېریال پراختیا پر ماډلونو او په مسوولانه ډول د طبیعي سرچینو د کارولو لپاره ګډ کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازی عبدالله الدردادي هم له هېوادونو وغوښتل چې د انساني پرمختګ کچې د معیار ډېروالي او د تلپاتې پرمختګ موخو ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړی وايي: «افغانستان غواړي پر ځان بسیاینې ته ورسېږي او له مرستو ګټه واخلي او باید ډاډه شو چې له دغه هېواد سره ډېرې مرستې کېږي.»

د هغه په وینا، پرمختګ ښايي د چاپېریال، ټولنې او اقتصاد په برخه کې وي او که ټول ټول تمرکز پر دغو فعالیتونو باندې وشي، ښه نړۍ به ولرو.

د دغه راپور یوه لیکواله سوارنیم واګلي وايي چې توپانونه، سېلابونه، د ځمکې ګرمېدل او اقلیمي بدلونونه د وخت په تېرېدو سره د ځمکې پر سیاره اغېز کوي او له دغه اغېز نه د خلاصون لپاره باید په هره جغرافیايي دوره کې بشري پرمختګ ته پام وشي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال عزت‌الله صدیقي بیا پر ځمکې د فشارونو زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، نننۍ نړۍ د وګړو د شمېر له ډېروالي، پرمختګ، ټکنالوژۍ، ښاري کېدو او د اقلیم بدلون سره مخامخ ده او افغانستان په دې منځ کې د ککړې هوا له لوړې کچې نه ځورېږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال د انساني پرمختګ د راپور پر بنسټ، افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کار کې د بشري پرمختګ له اړخه د ټیټې کچې هېوادونو په ډله کې راغلی او د ۱۸۹ هېوادونو په ډله کې یې ۱۶۹ ځای خپل کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د انساني پرمختګ کچه ۰،۵۱۱ ده چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ ۶۹،۲ سلنه ډېروالی ښيي. داسې چې دا کچه له ۰،۳۰۲ نه ۰،۵۱۱ ته لوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د ځمکې له کُرې سره په تعادل کې د انساني پرمختګ د زیاتوالي لپاره هم حل‌لارې وړاندې کړې دي.

سږ کال د انساني پرمختګ د لومړي راپور او د انساني پرمختګ څانګې ۳۰مه کلیزه ده چې په ۱۹۹۰ کال کې جوړه شوه او موخه یې د پراختیا او پرمختګ اړوند بحثونو لارښوونه ده.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام