د چاپېریال ساتنې او ترې د ګټې اخیستو ترمنځ برابروالی؛ تلپاتې پرمختګ ته د افغانستان اړتیا

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د بشري پرمختګ څانګې په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري چې کولای شي د اقتصادي‌-‌ټولنیز پرمختګ لپاره اصلي مالي سرچینې برابرې کړي. د دغه راپور له مخې، د تلپاتې پرمختګ په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د طبیعت او چاپېریال ساتنې او له طبیعي سرچینو نه د ګټې اخیستو ترمنځ برابروالي ته اړتیا ده.