د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۱۶۴۷ شکمنې نمونې کتلي چې د ۲۳۲ هغو پایلې یې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۳۸ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د راپور پر بنسټ، تازه پېښې په ۲۰ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان په هرات، ۴ په کابل او یو-یو په ننګرهار، پکتیا، میدان وردګ، کاپیسا، زابل او پکتیکا ولایتونو کې مړه شوي دي.

روغتیا وزارت زیاتوي، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۰ زره او ۲۰۲ کسان پر کورونا اخته شوي چې ۲ زره او ۳۲ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز، په دې موده کې ۳۸ زره او ۶۸۶ کسان چې پر کورونا اخته شوي وو، بېرته رغېدلي دي.

یاد وزارت وايي، تر اوسه یې په ټول هېواد کې د ۱۷۶ زره او ۳۵۸ کسانو نمونې کتلې دي.

په نړۍ کې تر اوسه له ۷۴ میلیونه او ۵۳۴ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې یو میلیون او ۶۵۵ زره مړه او له ۵۲ میلیونه او ۳۷۲ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

تر اوسه په امریکا، هندوستان، برازیل او روسیه کې د نړۍ په کچه د کورونا تر ټولو ډېرې شمېرې ثبت شوې دي. په دې ډله کې، تر ټولو ډېر کسان چې پر کورونا ویروس اخته شوي وو، په امریکا متحده ایالاتو کې مړه شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام