د ملي پخلاینې شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې اوربند یا د تاوتریخوالي کموالی د دولت د سولې مرکچي پلاوي د اجندا په سر کې دي.

نوموړي چې نن «د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون رول» په نوم یوې غونډه کې خبرې کولې وویل، د افغانانو حقونه او لاسته راوړنې، د ښځو ګډون، ولسواکي، بشري حقونه، ټاکنې او نورې لاسته راوړنې چې په تېرو ۱۹ کلونو کې ترلاسه شوي، هغه نور موضوعات دي چې د دولت د سولې مرکچي پلاوي په اجندا کې شامل دي.

هغه د دولت د سولې مرکچي پلاوي کار د ستاینې ترڅنګ وویل، دغه پلاوی توانېدلی چې د افغان دولت ښه استازولي وکړي.

عبدالله وايي، د دولت د سولې مرکچي پلاوي د افغانانو اراده او نیت چې سوله غواړي، په ښه ډول تمثیل کړي او په بشپړ یووالي سره یې د هغوی غوښتنې یادې کړې دي.

د ملي پخلاینې شورا رییس زیاتوي، د سولې په خبرو اترو کې دمه د دولت او طالبانو د سولې مرکچیانو غوښتنه او اړتیا وه او دواړو لوریو یې په اړه پرېکړه کړې ده.

هغه هیله‌مندي ښيي چې د سولې خبرو دویم پړاو به پر خپل وخت پیل شي. هغه ټینګار کوي چې د یادو خبرو په پیل کې یوه ورځ ځنډ د افغانانو د یوې ورځې غم او درد د ډېروالي په مانا دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني نن په کندهار کې یوې غونډې یو ځل بیا د هېواد په دننه کې د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو پر کېدو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د کندهار په تاریخي ولایت کې دا خبرې پر مخ یوسي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام