Asset 1SWN

عبدالله: ترکيه کې د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه به برخلیک ټاکونکې وي

Dr-Abdullah-ozk23uqzi6x1kl3uxehlfvtzpsn3dc47zpzg25c5fs

د ملي پخلاینې عالي عالي شورا مشر تېره ورځ  په ځانګړې مرکه کې یوې رسنۍ ته ویلي چې د افغان سولې په تړاو ترکيه کې جوړېدونکې غونډه به افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي او افغان دولت دې ناستې ته پوره چمتووالی لري او له یولړ وړاندیزونو او طرحې سره به په کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې په راتلونکې اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د افغان دولت او سیاستوالو په ګډون چې طالب مشران او د یوشمېر نورو هېوادونو پلاوي به هم په‌کې ګډون ولري، یوه ستره غونډه جوړه شې. دا چې اپرېل میاشتې ته کمه موده پاتې د یادې غونډې د جوړېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ یوې رسنۍ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي چې افغان دولت په دې غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

عبدالله دا هم ویلي، سربېره پر دې چې د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري وړاندیز شوې طرحه چې ژر تر ژره د ټاکنو ترسره کېدل دي، دا طرحه به د استانبول غونډې ته هم وړاندې کړي.

نوموړي وویل چې د سولې په تړاو د امریکا طرحه د سولې مذاکراتو چټکتیا ده او د دې طرحی یوه برخه د افغانستان د راتلونکي زعامت او مشري ده چې د ټاکنو له لارې باید غوره شي.

دغه راز عبدالله ویلي، د ټاکنو له لارې د ولسمشر د ټاکلو لپاره له دې  وړاندې په یاده طرحه کې راغلي چې لومړی باید یو ګډ حکومت رامنځته شي.

عبدالله عبدالله ویلي، افغان حکومت د واک وېش او ګډون مسله نه ده رد کړې او د ده او ولسمشر غني ترمنځ د سولې په خبرو کې جدي توپیر نه لیدل کېږی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې د استانبول جوړېدونکې غونډې ته په کورنۍ او نړیواله کچه تمې ډېرې دي او هره سیاسي ډله او دولت وایي چې دوی به له ځانګړې طرحی سره په دې ناسته کې ګډون کوي؛ خو د دې غونډې د جوړېدو نېټه لا نه ده په ډاګه شوې او تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ترکیې ته سفر کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام