Asset 1SWN

د ترکيې په استانبول کې د افغان سولې په اړه غونډه اپرېل مياشت کې جوړېږي

AP_19227434421986-768x576-1-p43usmvh5tans6ra3efhgijt2ogror45lakl2r8rro

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو ويلي، پلان لري په اپرېل مياشت کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه کوربه‌توب وکړي او انقره افغانستان لپاره ځانگړی استازی وټاکي.

ترکي رسنيو ويلي، دغه غونډه به د دوحې ځای ناستې غونډه نه وي بلکې د هغې بشړوونکې ده او د قطر دولت سره په همغږۍ جوړېږي.

د ترکیې د «ټي ټي ار» شبکې راپور کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د سولې خبرو دواړه خواوې «د افغانستان حکومت او وسله‌وال طالبان» پر ترکیه باور لري او دواړو لوريو له دې وړاندې هم د داسې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد هم تېره چهارشنبه د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سادات اونال سره  کتلي او د افغانستان د سولې په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن ولسمشر محمد اشرف‌غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته یو لیک لیکلی و چې ویلي یې و چې هېواد به یې له ترکیې وغواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوړې کچې غونډې کوربه‌توب وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام