د ملي پخلاينې عالي شورا ویاند فریدون خوځون سلام‌وطندار ته وویل، د دغې شورا رييس عبدالله عبدالله روسیې کې د افغان سولې پروسې په اړه د جوړېدونکې غونډې بلن‌لیک ترلاسه کړی او په اړه یې مشورې کوي.

خوځون وویل، دا غونډه به د روانې حوت میاشتې په ۲۸مه نېټه جوړه شي او د افغان دولت ځینو مشرانو، سیاستوالو، طالبانو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د نوموړي په وینا، د ملي پخلاينې عالي شورا رییس لا تراوسه دې غونډه کې د ګډون او نه‌‌ګډون پرېکړه نه‌ده کړې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې مخکې روسیه کې د افغان سولې په تړاو د غونډې جوړېدو په اړه ویلي و، ټاکل شوې دې غونډه کې د ګډون په موخه امریکا او ځینو نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شي.

د روسیې غونډه کې د افغان سیاستوالو د ګډون په موخه داسې معلومات ترلاسه شوي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر عبدالکریم خلیلي، د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د روسیې بلن‌لیکونه ترلاسه کړي دي.

خو افغان چارواکيو او سیاستوالو تراوسه دغه غونډه کې د ګډون په اړه نظر نه دی ورکړی.

په همدې حال کې د چارو شنونکي وايي، روسیه کې د افغان سولې په جوړېدونکې غونډه به د سولې لړۍ چټکه کړي.

د چارو شنونکی فضل الرحمان اوریا وايي، دا غونډه د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو په موخه جوړېږي؛ خو افغان چارواکي به د غونډې اصلي لوبغاړي نه‌وي.

د یادونې وړ ده چې قطر کې د سولې د بین‌الاافغاني خبرو تر پیل وړاندې مسکو پخوا هم دوه ځلې د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د غونډې کوربه‌توب کړی دی.

همداراز دې وروستیو کې قطر کې د طالبانو د مرکه‌چي پلاوي څو غړیو هم له مسکوه ليدنه کړې او د روسې له چارواکيو سره یې ليدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام