Asset 1SWN

پوتین: روسيه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو حضور غواړي

Putin-oxgxgx2m8ewymhcc9yzcejda04nbwe56ne4smqzzpw

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام د سیمې د امنیت لپاره ګټور دی.

پوتين دغه څرګندونې تېره ورځ د روسيې له «يک ټلويزوني شبکې» سره کړې دي.

نوموړي ويلي، مسکو له پیله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور غوښتونکی و او له دې وړاندې يې په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  پرېکړه کې مثبته رايه ورکړې وه.

د روسیې ولسمشر ټینګار کوي چې روسیه لاهم په دې باور ده چې په افغانستان کې د امریکا حضور د روسيې له بهرنیو ګټو سره په ټکر کې نه ده.

پوتين وايي، کله چې خبر شو امريکا له افغانستانه خپل سرتېري باسي، رسمي دريځ يې دا و چې بايد له دې کاره ملاتړ وکړي؛ خو د نوموړي په شخصي باور د امريکايي ځواکونو وتل به افغانستان ته ډېر  امنيتي خطرونه وزېږوي.

د پوتين دا څرګندونې په داسې  حال کې مطرح کېږي چې د روان ميلادي کال فبرورۍ مياشتې په نهه ويشتمه نېټه امريکا او طالبانو هوکړه وکړه چې د طالبانو له لوري د ژمنو د عملي کېدو په حال کې به امريکا له افغانستانه په ۱۴ مياشتو کې خپل سرتېري باسي.

۳ اوونۍ وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و چې د نوي ميلادي کال له پيله مخکې به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

اوس مهال په افغانسان کې د امريکا سرتېري شمېر ۸۶۰۰ ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام