Asset 1SWN

ټرمپ د سږ کال تر کرسمس پورې ټول سرتېري افغانستان نه باسي

NATO-Army-owlmwdrlbppvjwuxan4wgyi2zcitry1tsj5jipext8

 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر لیکلي، باید د امریکايي ځواکونو پاتې کوچنۍ ډله هم چې افغانستان کې خدمت کوي تر را روان میلادي کال پيل پورې هېواد ته ستنه شي.

خو د نوموړي تر څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته کموي.

رابرټ اوبراین ویلي، اوس مهال افغانستان کې له ۵زرو نه کم شمېر امریکايي سرتېري حضور لري، داسې حال کې کله چې ټرمپ ۲۰۱۷ کال کې واک ته ورسېده، دغه شمېر څه باندې ۱۰ زرو ته رسېده.

ټرمپ داسې مهال افغانستان نه د پاتې امریکايي سرتېرو په ایستلو ټینګار کوي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ټول بهرني سرتېري د راتلونکي۲۰۲۱ کال مې میاشتې پورې له دغه هېواده ووځي.

افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکايي سرتېرو په بشپړ ډول وتو لپاره شرط د طالبانو له خوا د سولې هوکړې عملي کېدلو پورې تړلی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام