د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ له طلوع‌نیوز ټلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په موخه لاسلیک شوې او راتلونکي کې به افغانستان لپاره خطرناکې پایلې ولري او له همدې کبله یې دوحه کې د سولې جوړې شوې غونډه کې ګډون هم نه‌ و کړی.

د چارو شنونکي د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې یې په دې باور دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه به افغانستان کې سولې ته لار پرانیزي؛ خو یو شمېر نور بیا د جواد ظریف د څرګندونو په تایید سره وایي، دا به وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

د چارو شنونکی جماالدین بدر وایي، د نورو هغو هېوادونو تجربې چې تر جګړو وروسته یې د سولې تړونونه لاسلیک کړي ښیي، کله چې د تړون په عملي کولو نه‌دي بریالي شوي؛ نو جګړې نورې هم سختې شوې دي.

د بدر په وینا، افغانستان کې هم کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، نو ورځ تربلې جګړې زیاتېږي او دغه هوکړه‌لیک هم ډېر ګونګ دی چې افغان حکومت او ولس سره یې اندېښنې پیدا کړې دي.

نووموړی وايي، که چېرې امنیتي وضعیت او د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د خبرو غځېدو او دمې ته وکتل شي؛ نو ښکاري دا تړون به ښې پایلې ونه‌لري او ښايي د جواد ظریف انګرېنې پر ځای وي.

خو د چارو بل شنونکی محب الله شریف بیا وایي، ایران او امریکا د افغانستان د ګټو لپاره کار نه‌کوي او که سوله هم کوي له شک پرته خپلې ګټې به په کې ویني او له افغانستان څخه به هم تمه لري چې د دوی ګټو لپاره کار وکړي.

د شريف په وینا، ایران که په امریکا نیوکه کوي، یا هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د افغانستان په ګټه نه‌بولي، نو د ایران او امریکا ترمنځ د شته ستونزو  له کبله دی.

دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم اندېښنې ښودل شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به د افغان سولې راوستو کې مثبتې پایلې ونه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام