Asset 1SWN

طالبانو امريکا د دوحې د هوکړې په نقض تورنه کړه؛ خلیلزاد رد کړه

12581005_443-ox4uis5u4o3v25nqsnmbgtb7i1lxqqfeit9mivh384

 

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو هغه څرګندونې رد کړې چې ويلي يې دي امريکا په هلمند کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي چې په دې کار سره يې د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه نقض کړې ده.

خليل‌زاد ويلي، د سرغړونو بې‌بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې د سولې خبرو د پرمختیا مخه نيسي.

د طالبانو يو وياند قاري یوسف احمدي تېره ورځ په يوه بيانيه کې افغانستان کې امريکايي سرتېري وګواښل او ويې ويل چې پر طالبانو هوايي بريدونو پايله کې بېرته پر امريکا بريد کوي.

نوموړي زياته کړې چې :« واشنگټن په دې کار سره څو ځلې د دوحې هوکړه نقض کړې ده.»

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په سهار پر خپله ټوېټرپاڼه وليکل چې:« د امريکا او د طالبانو او د امريکا او افغانستان ترمنځ د ګډې اعلاميې ټولو مواردو نه بايد پيروي وکړو او د تدریجي اورکم لپاره ژمنې له پامه ونه غورځول شي.»

نوموړي زياته کړې د خبرو مېز کې د ډېرامتیاز ترلاسه کولو په موخه د تاوتریخوالي ډېرول د سولې بهیر ته زیان رسوي او د افغان مشرانو پخوانۍ ناسمې انګېرنې تکرارولی شي.

زلمی خلیلزاد د غور مرکز فېروزکوه ښار کې موټربم برید ته په اشارې چې ۱۳ کسان په کې وژل شوي وايي، افغانان له ډېرې مودې راهیسې د تاوتریخوالي قرباني شوي او د غور د تېرې ورځې پېښه یې وروستۍ بېلګه ده.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سپټمبر له ۱۲مې دوحه کې خبرې پیل شوي، که څه هم دې خبرو کې پرمختګ نشته، خو ورسره د افغانستان بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام