هرات کې يوه زوم له طالبانو د خپلې «ناوې» مېرمنې د سنګسار غوښتنه کړې

د هرات پښتو زرغون ولسوالۍ کې يوه سړي له واده دوه ورځې وروسته ويلي چې ناوې مېرمن يې «باکره» نه ده او طالبانو ته ورغلی چې مېرمن یې صحرايي محاکمه کړي.

دغه نوې واده شوې مېرمن له شل ورځو لالهاندۍ وروسته نن له خپل ورور سره هرات ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کميسيون ته ورغلي تر څو د خپل وقار د ساتلو او ځان د طالبانو له صحرايي محاکمې و ژغوري.

اسماعیل‌ خان: که د سولې خبرې بې‌پایلې شي، وضعیت به مهار کړي

یوه پخواني جهادي قوماندان محمداسماعيل‌ خان نن د سولې روانې پروسې په اړه یوې خبري غونډې ته ویلي، که د سولې خبرې بې‌پایلې شي، اجازه به ور نه کړي چې د هېواد وضعیت خراب شي او په وینا یې، د وضعیت مهارولو لپاره به خپله لاس په‌کار شي.

کورونا ۲۴ ساعتونو کې ۱۶کسان مړه کړي او ۲۰۱ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

دغه وزارت نن « سه شنبه، د جدي ۲مه» په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د یو زر او ۶۳۶ شکمنو کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې یې د ۲۰۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

جواد ظریف: د امریکا او طالبانو د هوکړې پایلې به د افغانستان لپاره خطرناکې وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ له طلوع‌نیوز ټلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په موخه لاسلیک شوې او راتلونکي کې به افغانستان لپاره خطرناکې پایلې ولري او له همدې کبله یې دوحه کې د سولې جوړې شوې غونډه کې ګډون هم نه‌ و کړی.

بغلان  او کندوز کې د طالبانو بریدونه؛ د کندوز د چهاردرې امنیې قومندان په ګډون ۱۶ سرتېري وژل شوي

بغلان  او کندوز کې امنيتي سرچينې تاييدوي چې په يادو ولایتونو کې د طالبانو بريدونو کې ۱۶ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۸ سرتېري ټپيان دي.

کندوز کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه چهاردرې ولسوالۍ کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

کابل کې ماين چاودنې د ۴ ډاکټرانو په ګډون ۵ کسان ووژل

د کابل امنيې قومنداني وايي، د کابل اوومې ناحیې اړوند د چسپکي ماين چاودنې له کبله د څرخي پله د زندان روغتون د ۴ ډاکټرانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دا پېښه نن سهار د کابل اوومې ناحیې اړوند «دوغ اباد» سیمه کې شوې ده.