Asset 1SWN

فاریاب کې موټربم برید؛ ۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ ټپیان دي

WhatsApp Image 2020-12-22 at 12 30 14 PM

د فاریاب محلي مسوولان وايي، وسله‌والو طالبانو بېګاه شاوخوا لس بجې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالي کې چاودلی او بیا یې د امنیتي ځواکونو پر پوستې ډله‌ييز برید کړی دی.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق وايي، طالبانو ۱۵ سوه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په یوه هاموې موټر کې ځای پر ځای او د دولت‌اباد ولسوالي بازار ته نږدې یې چاودنه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، په یاده چاودنه کې ۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

هغه وايي، چاودنې د خلکو سلګونه کورونه ویجاړ او هغوی ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
فایق وايي، په یاد برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ۶ ملکیان ټپیان او په وینا یې، ښايي ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې لوړې شي.

په دولت‌اباد ولسوالي کې یوې محلي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده چاودنه د ملي اردو مرکز ته نږدې شوې او امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه له هغه لوړه ده چې چارواکي یې مني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بېګاه په کندوز او بغلان ولایتونو کې هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې له کبله یې د کندوز د چهاردرې ولسوالي د امنیې قوماندان ۱۵ سرتېري په‌کې وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام