کندهار کې موټربم برید یو کس وژلی او ۲۴ یې ټپیان کړي

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، نن ماسپښین د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت د ۰۶ قطعې څوارلسم ماموریت ته نږدې چاودنه شوې ده. د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د یوه پولیس او ۲۰ ملکیانو په ګډون، ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

بغلان کې د پوځ پر یوه مرکز موټربم برید؛ شپږ سرتېري وژل شوي

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا دوه بجې د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو پر یوې مرکز موټربم برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

لوګریانو د وروستۍ پېښې پر ځای د اعتراض خیمه درولې

د لوګر یوشمېر اوسېدونکو، د مدني ټولنې غړیو او د جګړې د قربانيانو کورنیو نن د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د وروستي موټربم برید پر ځای د اعتراض په توګه پرلت کړی دی.
دوی وايي، په یاده سیمه کې یې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، تلپاتې سولې او اوربند ته د رسېدو او د یادې پېښې د څېړل کېدو په موخه خیمه درولې ده.

د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو پر ورکشاپ موټربم بريد

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو پر ورکشاپ درنه چاودنه وشوه او ورپسې نښته پيل شوه. دې ولايت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، تر موټربم برید وروسته وسله‌وال بریدګر په پوځي یونیفورم کې سیمې ته دننه شول او ترڅو ساعتونو پورې یې افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

غزني کې موټربم برید؛ ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي

نن سهار د غزني ولایت د عامه ساتنې پر کنډک موټربم برید شوی دی. د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یاد برید نن سهار د غزني ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوی دی. د نوموړي په وینا، له چاودنې څو دقیقې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.