Asset 1SWN

غزني کې موټربم برید؛ ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي

Ghazni-oz47kxxjxcbymx8hwrixhdg2wiytiym8o5tafe5o6k (1)

نن سهار د غزني ولایت د عامه ساتنې پر کنډک موټربم برید شوی دی.

د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یاد برید نن سهار د غزني ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوی دی. د نوموړي په وینا، له چاودنې څو دقیقې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د غزني د ولایتي روغتون رییس بازمحمد همت وايي چې تر اوسه د پېښې له ځایه ۲۷ جسدونه او ۱۷ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي. د همت په وینا، ټول قربانیان نظامیان دي.

کورنیو چارو وزارت هم دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې یوه «ځانمرګي» له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د غزني ولایت د «ده‌یک» ولسوالي پر لارې چاودنه ورکړې ده.

تراوسه د دغه برید په اړه نور جزیات نشته.

دغه راز، تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام