د کابل پولیس وايي چې د شکردرې ولسوالي په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په یاده چاودنه کې د جومات مفتي نعمان هم وژل شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي، لا هم د مرګ‌ژوبلې شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي بدلون په‌کې راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د شکردرې ولسوال ګوهرخان بابري د چاودنې په لومړیو شېبو کې سلام‌وطندار ته ویلي و چې چې نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د کابل شکردرې ولسوالي د حاجي بخشي سیمې په مرادبېک کلا کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې او له کبله یې د جومات د مفتي په ګډون، ۶ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.



د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې نه دی منلی. د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اختر په درې ورځو کې اوربند شوی دی. تر دې مخکې د اختر په لومړۍ ورځ په کندهار، کندوز او غزني ولایتونو کې د ماین چاودنو له کبله ۱۱ کسان ووژل شول او له ۱۷ ډېر ټپیان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام