Asset 1SWN

د اختر او اوربند په لومړۍ ورځ کندهار او کندوز کې ماین چاودنو ۹ملکیان وژلي

Kandhar-Sardar-madad-khan-chawk-p73ldyci9nbc7e1w3z93u3gtpqjuy1tjgzxypuq2yw

د کندهار او کندوز ولایتونو امنیتي مسوولان، د اختر او اوربند په لومړۍ ورځ په دغو ولایتونو کې د ماین چاودنو خبر ورکوي. د دغو چاودنو له امله چې دوه یې د کندهار په پنجوایي او میوند ولسوالیو او یوه یې هم د کندوز په ښار کې شوي، له کبله یې ۹ملیکان وژل شوي او ۱۷ټپیان دي.

د کندهار محلي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د دوو جلا چاودنو په ترڅ کې ۷ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د پولیسو ویاند جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي چې لومړۍ چاودنه د دې ولایت د پنجوایي ولسوالي اړوند په صلوات سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو ټکسي موټر د سړک غاړې ماین باندې ور برابر شو. د هغه په وینا، په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د دوو نورو ماشومانو په ګډون درې کسان ټپیان دي.

له دې سره سم، د کندهار ولایت په میوند ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵کسان وژلي دي. دغه چاودنه نن له غرمې وړاندې شوې چې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بل‌خوا، په کندوز کې د ماین چاودنې له امله، د یوه ماشوم په ګډون ۲ملکیان وژل شوي او ۱۴کسان تپیان دي. دغه چاودنه نن له غرمې وړاندې د کندوز ولایت اړوند څلورمې امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده.



د کندوز ولایت د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وایي، ماین د سړک غاړې ته څېرمه په یوه کټ کې ځای پر خای شوی و. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۲ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴کسان ټپیان دي. د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د زابل مرکز کلات ښار کې د نښلوونکي ماین چاودنې له کبله ۱۴ملکیان او د امنیتي ځواکونو ۳سرتېري ټپیان شوي وو. د دې چاودنو مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام