د اسلامي امارت استخباراتو په کندهار ولایت کې د «ملت غږ» په نوم راډیو باندې چاپه وهلې او د یادې راډیو درې کارکوونکي یې له ځان سره بیولي دي.

د «ملت غږ» راډیو مسوول بسم‌الله وطندوست سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت استخباراتو د دوی راډیو ته ورغلي، درې کارکوونکي یې له ځان سره وړي او د راډیو نشرات یې هم وربند کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بسم‌الله وطندوست په وینا، استخباراتو په کندهار کې د محلي رسنیو لس کسه مسوولان تېره ورځ خپلې ادارې ته ورغوښتلي وو او په رسنیو کې د خپرونو پر څرنګوالي یې ورته لارښوونې کړې دي.

نوموړی وايي، د کندهار لپاره د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې د رسنیو مسوولانو ته ویلي چې په رسنیو کې به سندرې نه خپروي او که کومې رسنۍ سندرې خپرې کړې، دوی به ورسره سخت چلن وکړي. د دوی په خبره، دغه پرېکړه یوازې په کندهار ولایت کې د محلي رسنیو لپاره نیول شوې ده.

بل‌خوا اسلامي امارت په یوه تازه‌ اقدام کې په ټول هېواد کې د بي‌بي‌سي‌ او اشنا غږ ټلوېزیونونو پر خپرونو بندیز لګولی دی.

بېګاه ناوخته بي‌بي‌سي‌ پښتو په یوه راپور کې ویلي چې د مارچ له ۲۷ مې نېټې راپدېخوا یې ټلوېزیوني خپرونې چې د یوه خصوصي ټلوېزیون له لارې په افغانستان کې خپرېدې، د اسلامي امارت له لوري پرې بندیز لګول شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د بي‌بي‌سي‌ پښتو ټلوېزیون سربېره، بي‌بي‌سي‌ ازبکي او فارسي ټلویزیوني خپرونې هم له څو ورځې راهیسې بندې شوې دي.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې د یادو رسنیو خپرونې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې وې او له همدې امله یې پر خپرونو بندیز لګولی دی.

د یادو نړیوالو ټلوېزیونونو مسوولانو د اسلامي امارت دغه پرېکړه ناسمه بللې او غوښتنه یې کړې ده چې  ټلوېزیوني خپرونو ته یې د خپرېدو اجازه ورکړي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د رسنیو پر خپرونو یو لړ بندیزونه لګېدلي او له رسنیو غوښتل شوي چې خپلې خپرونې باید له اسلامي شریعت سره سمې جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د دې پرېکړې له امله ګڼ‌شمېر رسنیو خپل نشرات درولي چې له کبله یې زیات‌شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام