د افغانستان د امامیه علماوو عالي شورا رییس محمد‌حسن کندوزي نن کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د مخکیني حکومت په پرځېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو نوی فصل پرانستل شوی دی.

نوموړی وايي چې افغانستان له بېلابېلو قومونو جوړ دی او باید په دولتي ادارو کې د ټولو قومونو کادرونه او وړ کسان پر دندو وګومارل شي. د هغه په خبره، یو نظام هلته د منلو وړ او ځواکمن وي چې تر شاه یې د هېواد ټول وګړي ولاړ وي او ملاتړ یې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د امامیه علماو شورا رییس وايي چې د افغانستان شیعه‌ګانو د هېواد په تاریخ کې د نړۍ یرغلګرو، پردیو او بهرنیو مداخلو پر وړاندې خپله ونډه ادا کړې او اوس باید دوی له پامه ونه غورځول شي.

 کندوزی وايي چې شیعه‌ګان د افغانستان د نفوس څلورمه برخه جوړوي او اسلامي امارت باید د جعفریه مذهب په رسمیت وپېژني.

نوموړي وویل: «د جعفریه مذهب دې په رسمیت وپېژندل شي. دویم د هېواد په نافذه قانون کې د اهل تشیعو د شخصیه احوالو ساتنه، درېیم، د دوی د ځان، مال، علمي مرکزونو ساتنه او څلورم هم په نظام ک اهل تشیع ته ونډه ورکړل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د مجاهدینو د حکومت غلطي تکرار نه کړي او لاسته راغلي فرصت څخه دې په سمه توګه ګټه واخلي او د ټولو خواوو یو منلی حکومت دې جوړ کړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام