Asset 1SWN

د پنځو هېوادونو دیني عالمان: اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی

20230110_204255-q0gq0ge77mqlv4otinpxtnhuqd5w2npblzjlwozcso
د پنځو اسلامي هېوادونو دیني عالمان چې په يوه سفر افغانستان ته راغلي وايي، اسلامي امارت له دوی سره ژمنه کړې چې د نجونو د زده کړو لپاره به زمینه برابره کړي.

دغه ديني عالمان چې له یمن، سوډان، فلسطین، مصر او لیبیا څخه افغانستان ته راغلي او د مهال کابل کې دي، وايي چې د سفر موخه يې د اسلامي امارت چارواکو ته د دوی د بریا مبارکي ورکول دي.
افغانستان ته د پنځو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو دا سفر داسې حال دی چې اسلامي امارت تر دې دمه کوم هېواد او نه هم اسلامي هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.

د دې تر څنګ د اسلامي امارت له لوري د ښځو او نجونو کار او زده کړو بهير ځنډول هم د نړيوالي ټولنې او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له څه باندې یوه کال راهیسې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په تمه دي، خو دغه دیني عالمان په ډاډ سره وايي چې د اسلامي امارت حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.

 د دوی په وینا، اسلامي امارت دوی ته د يوه کمېسیون د کار له پیله خبر ورکړی چې له مخې به يې د نجونو د زده کړو لپاره زمینه برابروي.

دغو دیني عالمانو نن (سه شنبه د مرغومې ۲۰مه) کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، د اسلامي امارت مسوولانو ورسره ژمنه کړې چې د تخنیکي او لوژستیکي ستونزو له حل وروسته به د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.
د دغو علماوو له خوا په يوې خپره شوې اته ماده ییزه خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د اړوند وزارتونو د مسوولانو په ګډون یو کمېسیون جوړ کړی دی.
د دې خبرپاڼې په څلورمه ماده کې راغلي: «د اسلامي امارت مسوولانو د ټولنې د ټولو غړيو (نارینه او ښځینه) پر زده کړو ټینګار درلود، ځکه هېڅ تصور نه کېږي چې د علماوو په مشري حکومت کې دې د ښځو زده کړې نه وي. یو لړ تخنیکي او لوژستیکي ستونزې شته چې باید حل شي او د شریعت پر بنسټ زده کړې ولري. په دې برخه کې له یوشمېر وزارتونو څخه یو ګډ کمېسیون جوړ شوی، څو ستونزو ته د حل لارې ولټوي او د هغې لپاره یې وخت ټاکلی دی.»

بل خوا يادو دیني عالمانو په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت او له ترهګرۍ سره په ځانګړې توګه داعش ډلې پر ضد د مبارزې، افغانستان کې د پانګونې او د اسلامي هېوادونو له لوري د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندنې ټینګار کړی دی.
د دغو عالمانو په باور په داسې حال کې چې افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، اسلامي هېوادونه باید د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او له دغه حکومت سره د سولې او ثبات د ټینګښت برخه کې همکاري وکړي.

دغه ديني عالمان په داسې حال کې له اسلامي نړۍ غواړي چې اسلامي امارت په رسميت وپېژني چې تراوسه هېڅ هېواد حتا هغه هېوادونه چې ياد ديني عالمان ترې افغانستان ته راغلي، دې ته نه دي چمتو شوي، څو د اسلامي امارت حکومت په رسميت وپېژني.

افغانستان ته د پنځو هېوادونو د راغلي ديني عالمانو پلاوی وايي، دوی اسلامي هېوادونو ته بلنه ورکوي چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

 د دغو عالمانو د پلاوي غړي محمد الصغیر د اسلامي هېوادونو له خوا د اسلامي امارت د نه پېژندلو د علت په اړه د سلام وطندار د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ اسلامي هېوادونو ته بلنه ورکوو چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، خو حقیقت دا دی چې له بده مرغه اسلامي نړۍ او نور هېوادونه د امریکا شين څراغ ته په تمه دي او دا یوه اساسي ستونزه ده.»
دا په داسې حال کې دی چې د اسلامي امارت حکومت تر اوسه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د رعایت او د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په اړه د نړیوالې ټولنې شرطونه نه دي پوره کړي او همداراز افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هم ناخوښه ده.






 









به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام