د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي پرون پنچ‌شنبه په کابل کې د چین له شارژدافیر دینګ ینان سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې د افغانستان او چین د ژورو تاریخي اړیکو، ګاونډیتوب، دوه اړخیزې همکارۍ او د نیمه بشپړو پروژو پر بیا پیل خبرې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخي په وینا، عباس ستانکزي په کابل کې د چین سفارت له شارژدافیر څخه غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې د نورستان په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره بېړنۍ مرسته وکړي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د چین سفارت چارسمبالي ډاډ ورکړی چې دغه غوښتنه به له خپل حکومت سره شریکه کړي او تر لومړنۍ ارزونې وروسته به اقدامات ترسره شي.

بل‌خوا د چین سفارت چارسمبالي ویلي چې هېواد یې اماده دی، څو په افغانستان کې سترې پروژې پیل کړي او له دې لارې افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د نورستان د نورګرام ولسوالي په ځنګلونو کې اور لګېدلی چې تراوسه یې د وژنې هڅې بې‌پایلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام